د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۶
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق او اهل کار ته د کار د سپارلو، د تخنیکي او فني خدمتونو وړاندې کولو، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو، د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د استخدام په موخه د عدلیې وزارت د مالي او اداري ریاست اړوند د ویرنګ کار (۷) رتبې یو بست له ۱۴۴۸/۳/۳ څخه تر ۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۵/۲۶ تر ۱۴۰۵/۶/۵ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د لسو کاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ پروسې له لارې اعلان ته سپاري.

تخصصي دندې:

۱. د ادارې د نقلیه وسایطو د برېښنايي سیستم د عیب تشخیص او پېژندنه؛

۲. د موټرو برېښنايي سیستمونه لکه څراغونه، ډاینمو، بطرۍ، غږیز او الارم سیستم ترمیم او تنظیمول؛

۳. د موټر د برېښنايي سیستم د سیمونو، فیوزونو او نورو برخو بدلول یا ترمیمول؛

۴. د نقلیه وسایطو د عیب‌لرونکو برېښنايي تجهیزاتو د ترمیم یا بدلولو وړاندیز کول؛

۵. د کار اړوند د تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو ساتنه.

د استخدام شرایط:

۱. د افغانستان تابعیت ولري؛

۲. عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نه وي.

کاري تجربه:

 د دندې اړوند لږ تر لږه درې کاله کاري تجربه ولري.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم په حضوري ډول د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، تحصیلي سندونو او د تابعیت تذکرې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies