د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۴۹
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د (د انسجام د ډیجیټلي سیسټم کارپوه) د څلورمې رتبې یو بست له ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ څخه تر ۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۳/۱۱ تر ۱۴۰۵/۳/۲۱هـ.ش سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د انسجام د ډیجیټلي سیسټم کارپوه
بست: (۴)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د انسجام عمومي ریاست

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱

د دندې موخه:

د معلوماتو له کیفیت، اعتبار سنجۍ، د راپور ورکولو له دقت او د سیسټم له عملیاتي کړنې څخه ډاډ ترلاسه کول.

د مدیریت مهارتونه:

  • د TCP/IP پروتوکولونو، مسیریابي (Routing)، سوئیچېنګ (Switching) د لومړنیو مفاهیمو درک کول او د شبکې د ستونزو د حل کولو وړتیا درلودل؛
  • د نیمګړتیاوو لرې کول (Bug Fixing) او د ملاتړ چمتو کول؛
  • د سرور د مجازي کولو له وسایلو سره بلدتیا او د ابري سرچینو لکه ( VMware یا Proxmox) مدیریت؛
  • د فایروالونو تنظیمول، د شبکې د انټي ویروسونو مدیریت او د کاروونکو د لاسرسۍ د کچې د صلاحیتونو تنظیمول؛
  • د سیسټم له معلوماتو څخه د بک اپ اخیستلو لپاره د پلان تنظیمول او په بحراني شرایطو کې د هغو چټک پلي کول او کارول؛
  • د حسابرسۍ د لاګونو ( Audit Logs) بررسي؛
  • د سیسټم د ستونزو د رېښې چټک تشخیص او د اوږدمهاله قطع کېدو د مخنیوي لپاره د حل لارو وړاندې کول.

تحصیلي سویه:

د کمپیوټر انجنیرۍ، د نرم افزارو انجنیرۍ او د معلوماتي سیسټمونو انجنیرۍ په یوې برخه کې لږترلږه د لیسانس سند لرل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی وي، په یادو شویو څانګو کې د لوړې تحصیلي درجې لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:

د دندې اړوند لږ تر لږه (۲) کاله.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

یادونه: د اصلي معاش سربېره، امتیازي معاش هم په پام کې نیول کېږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies