د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۵:۸
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د عدليې وزارت د اړتیا وړ ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام  له پاره د خپل د امارت د قضایاو د ملي تخنیکي حمایوي (۳) قراردادي بستونه له ۱۴۰۳/۷/۱۰ نېټې تر ۱۴۰۳/۷/۲۱هـ.ل نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیکد امارت د قضایاو د کمېټې د ملي تخنیکي حمایوي (ان، ټي، اې)

بست: (قراردادي NTA)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

اړونده برخه: د امارت د قضایاو ریاست

د پست موقعیت: کابل

د بستونو شمېر: (۳) بستونه

تخصصي دندې:

۱. د قضايي اصولو او حنفي فقهې احکامو او د اسلامي امارت د نافذ شویو قوانینو له نظره عملاً د دعوا صورت، د دعوا دفع، اعتراض د اعتراض د دفع ترتیب کولو ته لاسرسۍ ولري؛

۲. د قضیې اغیزمنې دفاع په موخه د مسلکي غړو د دعوا په صورت، د دعوا دفع، اعتراض د اعتراض دفع کې غور، تدقیق او تائید؛

۳. د قضیې ټولو ابعادو له انعکاس څخه د ډاډمنتیا ترلاسه کولو په غرض د مسلکي غړو ارجاع شوي اجراآتو د بررسۍ، تائید او ملاحظې وړتیا؛

۴. په محکمو کې د مسلکي غړو په مرسته او یا هم یواځې د امارتي (حکومتي) املاکو له شتمنیو او عامه ګټو څخه د دفاع وړتیا؛

۵. په مرکز او ولایتونو کې د امارت د قضایاو د آمرینو او د مسلکي غړو د ظرفیت لوړلو په موخه د مسلکي زده کړه ییزو برابرولو د جوړولو وړتیا؛

۶.د نورو چارو اجراآت چې د وزارت د مقام او یا د امارت د قضایاو لوی ریاست له لوري یادې کمېټې ته ارجاع کیږي؛

۷. له ادارې څخه بهر او یا د کمېټې له غړو سره د اړیکو ساتلو د مدیریت وړتیا؛

تحصیلي څانګه: لږ تر لږه د شرعیاتو او حقوقو په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل یادو شوو څانګو کې د لوړو زده کړو درجې درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛

د ژبې سند: د انګلیسي ژبې ډېپلوم سند درلودل؛

کاري تجربه: د دندې په تړاو په امارتي ادراتو، ملي او نړیوالو موسساتو او پوهنتونونو کې لږ تر لږه له درېیو څخه تر پنځو کالو پورې  کاري تجربه.

بشپړ تسلط پر ژبو: دري یا پښتو او انګلیسي ژبه، په فقهې، تفسیر او حدیث کې پوهه درلودل، مهارت: په کمپیوټر کې

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بستونو غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي او په دقیق ډول د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

 

 

Related VacanciesShow all

Back to vacancies