د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۱۷
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو او علمي- حقوقي څېړنو عمومي ریاست اړوند د تقنیني سندونو د ژباړې مسلکي غړی (انګلیسي) د درېیمې رتبې یو بست د ۱۴۴۷/۱۱/۳ نېټې څخه د ۱۴۴۷/۱۱/۱۳ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۱/۳۱ نېټې څخه د ۱۴۰۵/۲/۱۰ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې عنوان: د تقنیني سندونو د ژباړې مسلکي غړی (انګلیسي)

بست: (۳)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه : د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو عمومي ریاست

دپست موقعیت: کابل

د پست شمېر: ۱

راپور وړاندې کول: د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رئیس

د دندې موخه:

د ملي او نړیوالو منل شویو نورمونو او معیارونو سره سم له انګلیسي ژبې څخه ملي ژبو (دري یا پښتو) ته او برعکس یې د تقنیني اسنادو دقیقه ژباړه.

اساسي دندې:

  • په ټاکل شوي وخت له انګلیسي ژبې څخه ملي ژبو (پښتو/دري) ته د اصل سند سره په مطابقت کې د معاهدو، میثاقونو، موافقه‌لیکونو، تړونونو او نورو راجع شويو نړیوالو اسنادو دقیقه او معیاري ژباړه ؛
  • له ملي ژبو (پښتو/دري) څخه انګلیسي ژبې ته د اصل سند سره په مطابقت کې د تقنیني اسنادو، هوکړه‌لیکونو، موافقه‌لیکونو او نورو راجع شویو رسمي اسنادو دقیقه او معیاري ژباړه؛
  • په ټاکل شوي وخت له ملي ژبو (پښتو/دري) څخه انګلیسي ژبې ته او برعکس یې د ذیصلاح مقاماتو له لوري د ورسپارل شويو مطالبو او موضوعاتو ژباړه؛
  • د املايي تېروتنو د مخنیوي په موخه د اسنادو له ژباړې وروسته د هغو بررسي او تصحیح؛
  • د ذیصلاح مقاماتو د لارښوونې پر بنسټ په انګلیسي ژبه د مکتوبونو، یادښتونو او نورو موضوعاتو لیکل؛
  • اړوندې شعبې ته د راتلونکو اجراآتو په موخه د ژباړل شویو اسنادو پر وخت سپارل؛
  • د اړتیا په صورت کې په رسمي غونډو کې له انګلیسي ژبې څخه دري یا پښتو ته او برعکس یې هم‌مهاله شفاهي ژباړه؛ 
  • د سپارل شویو مطالبو او موضوعاتو د معیاري ژباړې په موخه د ژباړې د اصولو مراعت کول او د منل شویو فقهي، حقوقي او تخصصي کلماتو او اصطلاحاتو کارول؛
  • د ژباړې پر مهال د کلماتو او اصطلاحاتو یو شان کارونې په موخه د فقهي او حقوقي اصطلاحاتو د لغت‌نامې (ګلوسري) ترتیب او وده ورکول؛
  • په اړوندو فایلونو کې د ژباړل شویو اسنادو ساتل او د محرميت ساتنه؛

مدیریتي دندې:

د همغږۍ دندې:

  • د ورسپارل شویو چارو ښه پرمخ وړلو په موخه د ریاست له ذیربطو ادارو او شعباتو سره د همغږۍ او د اړیکو تأمین.

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نه‌وي.

سویه او تحصیلي څانګه:

  • لږ تر لږه د انګلیسي ادبیاتو، شرعیاتو، حقوق او سیاسي علومو په یوې څانګه کې او یا په دې معادل د هېواد له داخل یا بهر څخه د دیني مدرسو د لیسانس سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تأیید شوي اوسي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال.

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې برخې د لارښوونې او کنټرول وړتیا.
  • د اړوندې برخې د پالیسۍ د طرحې او تعیین وړتیا.
  • د هېواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) بشپړ تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي او د کاري تجربې سندونو) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies