د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست اړوند د سندونو د چک او بررسۍ غړی (د پنځمې رتبې) یو بست له ۱۴۴۷/۹/۱ څخه تر ۱۴۴۷/۹/۱۲ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د سندونو د چک او بررسۍ غړی
بست: (۵)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
د دندې موخه:
- د اصولو، طرزالعملونو، لایحو، پالیسۍ او اړوند نافذ شویو تقنیني سندونو په مطابقت کې د رسمي سندونو د ژباړې چک او بررسي او تصدیق.
اساسي دندې:
- د راټولو شویو رسمي سندونو دقیق چک او بررسي او د هغو له صحت او بشپړتیا څخه ډاډ ترلاسه کول؛
- د ادارو لخوا د معرفي شویو مهرونو او لاسلیکونو نمونې سره د اصلي سند د مهر او لاسلیک له مطابقت څخه ډاډ ترلاسه کول؛
- نیمګړي سندونه د اصلاح لپاره مسترد کول او د راتلونکو مرحلو د بشپړولو په موخه د اصلاح شویو سندونو ترلاسه کول؛
- په سندونو کې د تعرفې نمبر لیکل او په اجراآتو کې د شفافیت په موخه د صادر شوې تعرفې او بانکي آویز سره د ژباړل شویو سندونو مطابقت؛
- د مراجعینو د نهایي شویو سندونو تصدیق او مهر کول؛ مراجعینو ته د وېش په موخه اړوندې څانګې ته د تصدیق شویو سندونو سپارل؛
- د مراجعینو د سندونو د رازونو او محرمیت ساتنه؛ د سندونو او سوابقو ترتیب او تنظیم او هغو ته چټکې لاسرسۍ په موخه د اړوندو سندونو او پاڼو د آرشیف لپاره ځانګړی میکانیزم جوړول؛
د استخدام شرایط:
د افغانستان تابعیت ولري. عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات نهوي.
تحصیلی سویه
لږ تر لږه د شرعیاتو، حقوق او سیاسي علومو، اداره او عامه پالیسۍ، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، عمومي مدیریت، اداره او سوداګرۍ، ژورنالیزم، ادبیات، ټولنیز علومو په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند او یا د هېواد په داخل او یا بهر په دیني مدرسو کې د معادل سند درلودل چې د لوړو زدهکړو وزارت لخوا تایید شوي وي.
کاري تجربه:
- اړتیا نهلري.
لازم مهارتونه:
په یوې ملي رسمي (دري یا پښتو) ژبه تسلط او انګلیسي ژبې سره بلدتیا او د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، تحصیلي سندونه او د تابعیت تذکره) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.