د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۷
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست اړوند د سندونو راټولولو او ډیټابېس غړی (د پنځمې رتبې) یو بست  له ۱۴۴۷/۹ څخه تر ۱۴۴۷/۹/۱۲ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د سندونو راټولولو او ډیټابېس غړی
بست: (۵)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱

د دندې موخه:

  • اړوند ډیټابېس  ته د اصولو، طرزالعملونو، لایحو، پالیسۍ او اړوند نافذ شویو تقنیني سندونو سره سم د مراجعینو د سندونو راټولول او ثبت کول.

اساسي دندې:

  • له مراجعینو څخه د سندونو راټولول او د هغوی د هویت تثبیتول؛ د نیمګړتیاوو لرې کولو، له تکرار او ناسمو معلوماتو څخه د مخنیوي په موخه د مراجعینو د سندونو لومړنۍ بررسي؛
  • په ډیټابېس کې راټول شوي سندونه ثبتول او د چک او بررسۍ لپاره اړوندې څانګې ته د هغو استول؛
  • د ورځني راپور ترتیبول او آمریت ته یې سپارل؛
  • د مراجعینو د سندونو د رازونو او محرمیت ساتنه؛
  • د اړوندې څانګې د سندونو او سوابقو د خوندي ساتنې لپاره منظم فایلنګ سیستم جوړول؛

 د استخدام شرایط:

د افغانستان تابعیت ولري. عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات نه‌وي.

تحصیلی سویه

لږ تر لږه د شرعیاتو، حقوق او سیاسي علومو، اداره او عامه پالیسۍ، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، عمومي مدیریت، اداره او سوداګرۍ، ژورنالیزم، ادبیات، ټولنیز علومو په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند او یا د هېواد په داخل او یا بهر په دیني مدرسو کې د معادل سند درلودل چې د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا تایید شوي وي.

کاري تجربه:

  • اړتیا نه‌لري.

لازم مهارتونه:

په یوې ملي رسمي (دري یا پښتو) ژبه تسلط او انګلیسي ژبې سره بلدتیا او د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، تحصیلي سندونه او د تابعیت تذکره) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies