د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو ریاست اړوند د رسمي جریدې او عدالت مجلې د توزیع او پلور مدیر (د پنځمې رتبې) یو بست له ۱۴۴۷/۹/۱ څخه تر ۱۴۴۷/۹/۱۲ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د رسمي جریدې او عدالت مجلې د توزیع او پلور مدیر
بست: (۵)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: خپرونو او عامه اړیکو ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
د دندې موخه:
- د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او د اړوند نافذ شویو تقنیني سندونو په مطابقت کې د رسمي جریدې، عدالت مجلې او نورو خپرونو د خرڅلاو او پلور مدیریت او څارنه.
اساسي دندې:
- په ټاکلي وخت کې د رسمي جریدې، عدالت مجلې او نورو خپرونو د وړیا ونډو او کلنیو ګډونوالو د ونډو د جدولونو د ترتیب، مدیریت او څارنه؛
- د وړیا ونډو د جدول له مخې د حوالې (ف س ۵ فورمې) د ترتیب او د هغې د مراحلو د بشپړېدو ډاډ ترلاسه کول؛
- د رسېد راپور پر بنسټ د رسمي جریدې او عدالت مجلې د ترلاسه کولو او تسلیمۍ څخه ډاډ ترلاسه کول؛
- د ترتیب شویو جدولونو مطابق مرکزي او ولایتي ادارو او کلنیو ګډونوالو ته د رسمي جریدې، عدالت مجلې او نورو خپرونو د ترتیب او وېش، مدیریت او څارنه؛
- د نقدي ګډونوالو اړوندو اسنادو د ترتیب او تنظیم مدیریت او څارنه؛ د (م ۲۵ فورم) د ترتیب څارنه او د پیسو د تحویلۍ په موخه یې تحصیلي مدیریت ته استول؛
- د رسمي جریدې او عدالت مجلې د تحویلدار د ذخیرې او د جمع او خرج په ثبت کارت کې د حوالو د اجرا څخه ډاډ ترلاسه کول؛
- د وزارت د مقام د حکمونو له مخې د رسمي جریدې، عدالت مجلې او نورو خپرونو د وېش مدیریت او څارنه؛
- د ذخیرې کارت د ثبت او د رسمي جریدې، عدالت مجلې او نورو خپرونو د ثبت او راجستر د ترتیب څخه ډاډ ترلاسه کول؛
- تحویلخانې ته د رسمي جریدو، عدالت مجلې او نورو خپرونو د لېږد او پر وخت د هغو د وېش کنټرول او څارنه؛
- د فهرست پر بنسټ په ځانګړو الماریو کې د خپرونو له تنظیم او ترتیب څخه ډاډ ترلاسه کول، ترڅو ژر موندل یې آسانه شي او د ورکېدو او ضایع کېدو مخه یې ونیول شي؛ د لیکونو، وړاندیزونو او نورو اسنادو ترتیب او لیکل؛
د استخدام شرایط:
د افغانستان تابعیت ولري. عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات نهوي.
تحصیلی سویه
لږ تر لږه د لیسانس تحصیلي سند درلودل.
کاري تجربه:
- اړتیا نهلري.
لازم مهارتونه:
په یوې ملي رسمي (دري یا پښتو) ژبه تسلط. د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، تحصیلي سندونه او د تابعیت تذکره) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.