د کارموندنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست د برنامو د طرحې او ترتیب او د پروژو د څارنې آمریت اړوند د (د انجنیرانو بورډ) د دریمې رتبې (۲) بستونه له ۱۴۰۴/۷/۲۸ څخه تر ۱۴۰۴/۸/۸هـ.ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۷/۴/۲۷ تر ۱۴۴۷/۵/۸هـ.ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري
د دندې عنوان: د انجنیرانو د بورډ غړی
بست: (۳)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: د پالیسۍ او پلان ریاست
راپور ورکوونکی: د برنامو د طرحې او ترتیب او د پروژو د څارنې آمر
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۲
د دندې موخه:
د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او نافذه تقنيني اسنادو سره په مطابقت کې د ساختماني پروژو طرح، ترتیب، ډیزاین او د وزارت د پرمختیایي پروژو د تطبیق څارنه.
اساسي دندې:
- د کور او ښار جوړولو وزارت په همغږۍ د وزارت د ساختماني پروژو د نقشو طرحه، چمتو کول او ترتیب (ډیزاین) ؛
- د وزارت د پرمختیایي پروژو ابتدایي، تخنیکي برآورد او د بودجې اټکل؛
- د بشپړو شویو پرمختیایي او بنسټیزو پروژو ثانوي برآورد؛
- د عدلیې وزارت د پرمختیایي بنسټیزو پروژو څارنه؛
- په وزارت کې د مرسته کوونکو نړیوالو تمویل کوونکو ساختماني پروژو څارنه؛
- د آفر پرانیست غونډو کې ګډون او د وزارت د پرمختیایي پروژو اړوند د آفرونو ارزول؛
مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو په موخه د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان چمتو کول ترتیبول؛؛
- د ادارې د رهبرۍ د خبرولو په موخه د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
- د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
د همغږۍ دندې:
- د متوقعه موخو ترلاسه کولو په موخه د ریاست له څانګو او نورو برخو سره همغږي او د اړیکو تأمین؛
د استخدام شرایط:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلي سویه:
- لږ تر لږه د ساختماني یا مهندسي انجنیرۍ په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل په یادو څانګو کې لوړو درجو ته ارجحیت ورکول کېږي.
کاري تجربه:
- لږ تر لږه یو کلنه کاری تجربه.
لازم مهارتونه:
- د اړوندې برخې لارښوونې او کنټرول وړتیا.
- داړوندې ادارې/وزارت د پالیسۍ د طرحې او تطبیق وړتیا.
- په یوې رسمي (پښتو یا دري) ژبه تسلط.
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.