د کارموندنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د ملي تخنیکي حمایوي (ان ټې اې) کارکوونکو یو شمېر قراردادي بستونه له ۱۴۰۴/۷/۱۰ څخه تر ۱۴۰۴/۷/۲۱ هـ . ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۷/۴/۹ تر ۱۴۴۷/۴/۲۰ هـ . ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د جیدو علماوو کمیټه
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
د پست موقعیت: کابل
تخصصي وظایف:
- د قضايي اصولو او حنفي فقهې احکامو او د اسلامي امارت د نافذ شویو قوانینو له نظره عملاً د صورت دعوا، دفع دعوا، اعتراض د اعتراض د دفع ترتیب کولو ته لاسرسۍ ولري؛
- د قضیې اغیزمنې دفاع په موخه د مسلکي غړو په صورت دعوا، دفع دعوا، اعتراض د اعتراض په دفع کې غور، تدقیق او تائید؛
- د قضیې ټولو اړخونو له انعکاس څخه د ډاډ ترلاسه کولو په غرض د مسلکي غړو د ارجاع شويو اجراآتو د بررسۍ، تائید او ملاحظې وړتیا؛
- په محکمو کې د مسلکي غړو په مرسته او یا هم په یواځې توګه د امارتي (حکومتي) املاکو له شتمنیو او عامه ګټو څخه د دفاع وړتیا؛
- په مرکز او ولایتونو کې د امارت د قضایاوو د آمرینو او د مسلکي غړو د ظرفیت لوړلو په موخه د مسلکي زده کړه ییزو برنامو د برابرولو وړتیا؛
- د نورو چارو اجراآت چې د وزارت د مقام او یا د امارت د قضایاو لوی ریاست له لوري یادې کمېټې ته ارجاع کیږي؛
- هماهنگی و تآمین ارتباط با سایر بخش های مرتبط جهت پیشبرد بهتر امور محوله؛
تحصیلي څانګه:
- تحصیلي څانګه:لږ تر لږه د (لویې دورې) تحصیلي سند لرل او له دې پورته درجې ته لوموړیتوب ورکول کېږي.
تجربه کاری:
- د دندې اړوند لږ تر لږه پنځه کاله کاري تجربه.
لازم مهارتونه:
- د هېواد په (دري او پښتو) ژبو تسلط؛
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت؛
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.