د کارموندنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د مالي او اداري ریاست اړوند د (د ایرکندیشن انجنیر) یو بست له ۱۴۰۴/۶/۲۷ څخه تر ۱۴۰۴/۷/۷ هـ . ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۷/۳/۲۵ تر ۱۴۴۷/۴/۶ هـ . ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې عنوان: د ایرکندیشن انجنیر
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
د دندې موخه: د ایرکنډېشن سیستمونو نصب او فعالول.
اساسي دندې:
۱. د ایرکنډېشن نصب، د ګازو د نل لیکې او د برېښنا لین غځول، عایق بندي او د برېښنا له منبع سره نښلول؛
۲. دوره يي سرویس او ساتنه، د فلټرونو پاکول او د اړتيا په وخت د ګازو او شارټۍ بررسي؛
۳. عیب موندنه، ترمیم او د فني ستونزو تشخیص لکه (د ګازو نشتوالی، د کمپریسر خرابوالی، د خرابو پرزو ترمیم او بدلون او نور... )؛
۴.هغو کسانو ته لازمې مشورې ورکول چې له ایرکنډېشن څخه کار اخلي، د بیلګې په توګه (د سمو استفادو طریقې، د سرویس مهالویش او د برېښنا د مصرف کمول)؛
د استخدام شرایط:
د افغانستان تابعیت ولري.
عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
کاري تجربه:
لږ تر لږه درې کاله کاري تجربه.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.