د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۱۹
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د (عمومي اداري مدیر) د څلورمې رتبې یو بست  له ۱۴۰۴/۶/۱۲ څخه تر ۱۴۰۴/۶/۲۳ هـ . ش نېټې پورې  چې د ۱۴۴۷/۳/۱۰ تر ۱۴۴۷/۳/۲۱ هـ . ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: عمومي اداري مدیر 
بست: (۴)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د دعوت او ارشاد ریاست

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱

راپور ورکوونکی: د دعوت او ارشاد رئیس

د دندې موخه: د دعوت اوارشاد ریاست د اداري او اجرائیوي چارو برابرولو څخه مدیریت.

صلاحیتونه او مسئولیتونه:

اساسي دندې:

  • د کاري آسانتیاوو لپاره په کمپیوټر کې د دوسیو (فایلنګ) سیسټم جوړول؛
  • د اړوند ریاست د اړتیا وړ فارمټونو ترتیب او تنظیم؛
  • په  دری، پښتو او عربي ژبو د حاضرۍ، د ازموینو کاغذونو، د عقیدوي درسونو د زده‌کوونکو، د کوچنیو او لویو دورو د ازموینو د پایلو جدولونو ترتیبول او تنظیمول؛
  • د عقیدوي درسونو او د کوچنیو او لویو دورو د ازموینو پایلو ابلاغ؛
  • د ټولو مکتوبونو تحریر، ترلاسه کول او د موضوع په تړاو د ریاست د هدایت اخیستل؛
  • اړوندو ریاستونو ته د اجراآتو د تطبیق په موخه د مکتوبونو (لیکونو)، حکمونو او د ریاست د امرونو استول؛
  •  د ریاست اړوندو څانګو ته د تطبیق لپاره د پرېکړو او نورو ترلاسه شویو فرمانونو تکثیرول او لیږل؛
  • د ریاست د غونډو د بحث اجنډا ترتیبول، وخت او ځای یې ټاکل؛
  • په میاشتني، ربع وار او کلنۍ بڼه د اړوند ریاست د فعالیتونو عمومي راپور ترتیبول؛
  • د ریاست د اړتیاوو اړوند د فرمایشاتو ترتیبول؛
  • د ریاست د اسنادو ساتنې او مراحلو تېرولو په غرض په مناسبو ځایونو کې  د اسناد ترتیبول او تنظیمول ؛
  • د ریاست کاري پروګرامونه ترتیبول، د لارښوونو، امرونو تکثیر او د اداري چارو ترسره کول؛

مدیریتي دندې:

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ته درسیدو په موخه له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان ترتیبول؛
  • تر اثر لاندې کارکوونکو د زده کړه ییزو اړتیاو تعیین په موخه د هغوی د اجراآتو مدیریت او ارزونه، د پوهې، مهارتونو، سلوک او د ظرفیت لوړول؛
  • د اړوند آمر د خبرولو په موخه د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • د تقنیني سندونو، لایحو، پالیسۍ او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  • د متوقعه موخو ترلاسه کولو په موخه د ریاست له څانګو او نورو برخو سره همغږي او د اړیکو تأمین.

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.

تحصیلي سویه:

  • لږ تر لږه په داخل او یا له هېواد څخه د (اداره او مدیریت، کمپيوټر ساینس، حقوق، شرعیات او اسلامیات) په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل، چې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت لخوا تائید شوي اوسي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال.

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې څانګې پالیسۍ د تطبیق وړتیا؛
  • په (دري، پښتو او عربي) ژبو تسلط؛
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies