د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۲۰
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل ته د کار د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست اړوند د څلورمې رتبې (حقوقي مساعد) دوه بستونه  له ۱۴۰۴/۵/۶ تر ۱۴۰۴/۵/۱۶ هـ . ش چې له ۱۴۴۷/۲/۳ تر ۱۴۴۷/۲/۱۳ هـ . ق نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: حقوقي مساعد
بست: (۴)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د حقوقي مرستو ریاست

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۲

راپور ورکول: د حقوقي مساعدینو آمریت

د دندې موخه:

د اړوندو نافذه اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او اړوندو تقنینیو سندو سره سم د عدلي تعقیب په ټولو مراحلو (ابتدایې، استیناف او سترې محکمې) کې په جزایي قضیو کې د بې‌وزلو شکمنو، تورنو او زیانمنو اشخاصو او همدارنګه په کورنیو قضیو کې د ښځو او ماشومانو له شرعي او قانوني حقونو دفاع کول.

صلاحیتونه او مسئولیتونه:

اساسي دندې:

  • د اړوندې قضیې په اړه د حقوقي مرستې له غوښتونکي څخه د لومړنیو اطلاعاتو او معلوماتو ترلاسه کول او راټولول؛
  • د قضیې په هکله د اسنادو او مدارکو د تعقیب او تنظیم په موخه اړوندو ادارو ته مراجعه کول؛
  • له مؤکل سره چې تر نظارت، توقیف یا بند لاندې وي، په مصئون چاپېریال کې محرمې لیدنې، خبرې، مراسلات او مخابرات ترسره کول، او له هغه سره د موافقه‌نامې لاسلیک کول.
  • د نافذو تقنینیو سندونو په رڼا کې د راټولو شویو معلوماتو او اسنادو پر بنسټ د قضیې تحلیل او تجزیه؛
  • د دفاعیې، د دعوی صورت، اعتراض او د اعتراض دفع، دفع الدفع او د سپارل شوې قضیې په تړاو د نورو حقوقي عریضو ترتیب او لیکنه او اړوندو مراجعو ته یې سپارل.
  • د کشف، څېړنې او محکمو په ټولو پړاوونو کې ګډون کول او د مؤکل په استازیتوب ځواب وړاندې کول؛
  • د عدالت د تأمین په موخه په  جزایي قضیو کې د عدلي او قضايي تعقیب په هر پړاو کې د بې‌وزلو شکمنو، تورونو او زیانمنو  له حقوقو څخه دفاع کول؛
  • په کورنیو قضیو کې د بې‌وزلو ښځو او ماشومانو له شرعي او قانوني حقوقو څخه دفاع کول؛
  • د قضیې د حل او فصل، څرنګوالي په اړه له اړوندو مراجعو څخه ډاډ ترلاسه کول او اړوند آمر ته یې راپور وړاندې کول؛
  • متقاضیانو او مؤکلینو ته د شرعي او قانوني مشورو وړاندې کول؛
  • د مؤکل او د حقوقي مرستې د غوښتونکي اسرارو ساتنه؛
  • په ورسپارل شوي ډیټابېس کې د قضیې ثبت؛

مدیریتي دندې:

  • ټاکل شویو موخو ته درسیدو په موخه د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان ترتیبول؛
  • د موخه د تحقق په موخه د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول ؛
  • د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو مطابق د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو له لورې ورکول کېږي ؛

د همغږۍ دندې:

  • د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو تأمین؛

شرایط استخدام:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.
  • د دفاع وکالت د جواز درلودل.

تحصیلي سویه:

  • لږ تر لږه د شرعیاتو، حقوقو د لیسانس او په دې معادل د هېواد له داخل او بهر څخه د دیني مدرسو سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تایید شوی اوسي، پورته څانګو کې لوړې تحصیلې درجې ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:

  • د دندې اړوند لږ تر لږه یو کال.

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې برخې د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.
  • په یوې رسمي ملي ژبه (پښتو یا دري) تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته له (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونو او کاري تجربې) سره په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies