د کارموندنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو، د کار اهل ته د دندو سپارلو، او د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره، د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مالي او اداري ریاست اړوند د اوومې رتبې یو بست د لارۍ موټر چلوونکي (ډریور) له ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ تر ۱۴۰۳/۱۲/۵ هـ . ش نېټې چې د ۱۴۴۶/۸/۱۳ تر ۱۴۴۶/۸/۲۴ هـ . ق نېټې سره سمون خوري اعلان ته سپاري
د دندې سرلیک: د لارۍ موټرچلونکی (ډریور)
بست: (۷)
وزارت یا اداره: عدلیه
اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
راپور ورکول: د ترانسپورت عمومي مدیر
د دندې موخه: د ترانسپورتي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ترافیکي اصولو په پام کې نیولو سره د موټر چلولو چارو پر مخ وړل.
دندې او مسؤولیتونه:
اساسی دندې:
- د سجل مطابق د وسایطو له صحت څخه بشپړ ډاډ ترلاسه کول چې هغه ته ورکول کېږي؛
- د اړوندې ادارې د پالیسۍ په پام کې نیولو سره له لېږدونکو وسایطو څخه معقوله او مسؤولانه ګټه اخیستنه؛
- رعایت و پیروی از همه اصول ترافیکی در جریان رانندگی به منظور جلوگیری از وقوع حوادث ترافیکی؛
- د اړوندې واسطې سالم ساتلو په موخه له ټولو برخو څخه یې سمه ساتنه؛
- په رسمي وختونو کې د شخصي ګټې په موخه له لېږدونکې واسطې څخه ګټه نهاخیستل او له بېځایه لګښتونو څخه د مخنیوي په موخه تعیین شوي مسیر ته تغییر نهورکول؛
- د اړتیا پر مهال د وړاندې کولو لپاره د اړوندو سندونو لکه جواز سیر (د موټر چلولو جواز)، لایسنس او ګرځنده (د سفر) کتابچې ساتل؛
- په ناروغیو د کارکونکو د نهاخته کېدو او د امراضو له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د لېږدونکې واسطې نظافت تأمینول؛
- د مسؤولیت رفع کېدو او د لېږدونکو وسایطو امن ساتلو په موخه د رسمي دندې له پای ته رسېدو څخه وروسته په ټاکل شوې ځای کې د هغو درول او پارکول؛
- د لېږدونکو وسایطو اکمال او فعال ساتنې په موخه اړوندې څانګې ته د واسطې د روغنیاتو، پرزهجاتو او نورو اړتیاو راپور وړاندې کول؛
- د حساب د تصفیې په موخه د واسطې د هغو داغمه پرزهجاتو تحویلول او اعاده کول چې تجدید کېږي؛
- د مستقیم آمر او ذیصلاح آمرینو خبرولو په منظور د اړوندو اجراآتو شفاهي راپور وړاندې کول؛
- د هغو نورو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح آمر له لوري ورکول کېږي؛
- په چارو کې د لاښې هغمږۍ رامنځته کولو په موخه له همکارانو سره د کاري اړیکو تأمینول؛
د استخدام شرطونه:
- د افغانستان تابیعت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلي سویه او څانګه:
- له فني او حرفوي زده کړه ییزو مراکزو څخه د سند یا مهارت او کاري تجربه درلودل.
کاري تجربه:
- د عراده جاتو کتګورۍ مطابق د ۳(C) دریورۍ لایسنس سند درلودل.
لازم مهارتونه:
- د فن یا حرفې مطابق د دندو ترسره کولو وړتیا.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته له (یو قطعه عکس، د لایسنس کاپي) سره په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.