د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور د خپرونو او عامه اړیکو ریاست اړوند (د کتابتون مدیر) د پنځمې رتبې یو بست له ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ تر۱۴۰۳/۱۱/۱۰ هـ . ش مطابق ۱۴۴۶/۷/۱۸ تر ۱۴۴۶/۷/۲۸ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د کتابتون مدیر
بست: (۵)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
راپور ورکول: د خپرونو او عامه اړیکو رئیس
د دندې موخه: د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او له اړوندو نافذه تقنیني سندونو سره سم د کتابونو د لاښه تنظیم، مراقبت او ساتنې څخه مدیریت او نظارت.
دندې او مسؤولیتونه:
اساسي دندې:
- د کتابتون د اړتیاوو تشخیص او د عدلیې وزارت د کتابتون د بډاینې په تړاو د لازمو وړاندیزونو وړاندې کول؛
- په کتابتون کې د موجودو کتابونو له جمع او قید څخه ډاډ ترلاسه کول؛
- د ډیټابېس له رامنځته کولو، کتابونو ته د چټکې لاسرسۍ په موخه په اړوندو الماریو کې د هغو د ثبت او شمېرې ورکولو مدیریت؛
- کارمندانو لپاره د کتابونو د ویش او اخیستلو مدیریت او نظارت او د پراګندګۍ او ورکېدو څخه د مخنیوي په موخه په ځانګړي کتاب کې د هغو ثبت؛
- د ورځپاڼو او نورو خپرونو (نشریو) د ویش د څرنګوالي نظارت؛
- د کتابتون د فعالیت د بهیر مراقبت او کنترول او د کتابونو ښه ساتنه؛
مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ته درسیدو په موخه له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان ترتیبول؛
- تر اثر لاندې کارکوونکو ته د کار په بهیر کې د ورکشاپونو، سیمینارونو او زده کړو له لارې د مسلکي مهارتونو لیږد؛
- تر اثر لاندې کارکوونکو مدیریت، څارنه او د کارکوونکو اجراآتو ارزونه، د زده کړو اړتیاوو تعیین او د کارکوونکو ظرفیت لوړول؛
- د ذیصلاح مقاماتو د خبرولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
- د تقنیني سندونو، لایحو، پالیسۍ او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
د همغږۍ دندې:
- د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو تأمین؛
د استخدام شرطونه:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلی څانګه:
- لږ تر لږه د بلکوریا او یا په دې معادل له داخلي یا له هېواد څخه بهر له دیني مدرسو څخه د تحصیلي سند درلودل چې د پوهنې وزارت له خوا تایید شوی اوسي، لوړې تحصیلې درجې ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه:
- اړتیا نهلري.
مهارت های لازم:
- په یوې رسمي ملي ژبه (پښتو یا دري) تسلط او د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.