د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۵۷
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور د خپرونو او عامه اړیکو ریاست اړوند (د عدالت مجلې مصحح) د پنځمې رتبې یو بست له ۱۴۰۳/۱۰/۲۶تر ۱۴۰۳/۱۱/۷ هـ . ش مطابق ۱۴۴۶/۷/۱۴ تر ۱۴۴۶/۷/۲۵ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: دعدالت مجلې مصحح
بست: (۵)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱

راپور ورکول: د عدالت مجلې عمومي مدیریت ته

د دندې موخه: د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او له اړوندو نافذه تقنیني سندونو سره سم د عدالت په مجله کې د خپرولو وړ مضامینو مطالعه او تصحیح.

دندې او مسؤولیتونه:

اساسي دندې:

  • د ابهاماتو، املائي او انشائي اشتباهاتو د لرې کولو په موخه په عدالت مجله کې د خپرولو وړ ترلاسه شویو ټولو سندونو او مطالبو مطالعه او تصحیح؛
  • د ابهاماتو او د مطالبو د کلي بدلون د مخنیوي په موخه د مضمون له اصل سر د پرنټ پرتله کول؛
  • د اصلاحي نظر څرګندولو په موخه د عدالت مجلې د تحریر هیئت ته د رارسیدل شوو مضامینو سپارله؛
  • د عدالت مجلې د مضامین د سندونو اصل ساتل؛
  • د تصحیح شوو مضامینو ترتیب او تنظیم او په عدالت مجله او ویب‌پاڼه کې د خپرولو په موخه اړوندو څانګو ته استول؛

مدیریتي دندې:

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ته درسیدو په موخه له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان ترتیبول؛
  • د ادارې د رهبرۍ د خبرولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • د تقنیني سندونو، لایحو، پالیسۍ او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  • د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو تأمین؛

د استخدام شرطونه:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.

سویه تحصیلی :

  • لږ تر لږه د اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو او ادبیاتو په یوې څانګه کې د تحصیلي سند درلودل، په یادو څانګو کې لوړې تحصیلې درجو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:

  • اړتیا نه لري.

لازم مهارتونه:

  • په یوې رسمي ملي (پښتو یا دري) ژبه تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له(دغه ځای) او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي او له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies