د کابل ښار د موټر پلورونکو له استازو سره د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس لیدنه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲ - ۱۴:۳۶
۰

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي احسان الله وثیق، د ۱۴۰۰ د کب په ۲۹ مه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار د موټر پلورونکو له یو شمېر استازو سره ولیدل.

د دې ناستې موخه په کابل ښار کې د موټر پلورونکو د ستونزو او ننګونو څېړنه وه.

د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس، د دې ناستې ګډونوال نیکۍ او تقوا ته راوبلل او له هغوی څخه وغوښتل تر څو په خپل کار رېښتوني وي او د شریعت او الهي قانون په رڼا کې فعالیت وکړي.

1000

په دې ناسته کې په عمده مسایلو باندې لکه کمیشن( د موټر پلورونکو د حق الامتیاز)، مالیاتو، د موټر پلورنې لپاره د ځانګړي ځای او له جواز پرته د موټر پلورنو له فعالیت څخه د مخنیوی په اړه بحث وکړ او نظرونه یې تبادله کړل.

په پای کې، د موټر پلورنو استازو ژمنه وکړه چې د اسلامي امارت ټول قوانین او مقررات به رعایتوي او د خدمت رسونې په برخه کې به د افغانستان ځورېدلي او کړېدلي ملت ته صادقانه هڅه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS