د کابل په ارغندۍ ساحه کې کابو ۱۱۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۸:۵۸
.

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ ساحه کې پر ۱۱۶ جریب ځمکه د اشخاصو او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د مالکیت د ادعا په بررسۍ سره، دا ځمکه چې اوس‌مهال د برېښنا تاسیسات پرې جوړ شوي دي، امارتي تثبیت کړه او یاد اشخاص یې د یادې ځمکې د استملاک بیې د ترلاسه کولو لپاره مستحق ونه ګڼل.

وروسته له هغې چې یو شمېر اشخاصو د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ ساحه کې د برېښنا عمومي ستیشن پر ۱۱۶ جریبه ځمکه د مالکیت ادعا مطرح کړې وه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون یاده موضوع بررسۍ لاندې ونیوله او د سندونو په راټولولو او بررسۍ سره یې دا موضوع د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارله.

یادو اشخاصو په خپله دعوا کې دا ځمکه چې اوس‌مهال د برېښنا شرکت د برېښنا عمومي ستیشن پرې جوړ شوی، په شرعي قبالې سره شخصي ملکیت بللی او ځینې سندونه یې هم وړاندې کړې وو او له اسلامي امارت څخه یې د یادې ځمکې د استملاک بیې ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه.

یادې محکمې د سندونو، املاکي دفترونو په بررسۍ او د اشخاصو وړاندې شویو سندونو په هره برخه کې له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو په اخیستو سره، مشخصه کړه چې یاد شوي سندونه د محفوظ ثبت نه‌لري. اختصاصي محکمې پرېکړه وکړه چې له مخکې دا للمي ځمکه او بلندآبه امارتي ملکیت ده، له بل شخص څخه استملاک شوې نه‌ده او د ثبت نه‌لرلو له کبله د هغې سندونه، باطل دي؛ پر دې اساس د اشخاصو له‌خوا یې د بیې دعوا د دوران وړ نه‌ده او هغوی د استملاک بیې د ترلاسه کولو مستحق نه دي. په دې پرېکړه کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون موظف شوی ترڅو دا ځمکه د ځمکو په بانک کې ثبت کړي.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه  د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون  په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون خپل تر څنګ د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.