د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ له مقاماتو سره د حقوقي مرستو د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۶:۰
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او له هغه سره مل پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ له مقاماتو سره د دغه ریاست د حقوقي مرستندویانو او عامه حقوقي پوهاوي کاري ستونزو د هوارولو په منظور د هغمږۍ ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې د شکردرې ولسوال مولوي شریف الله مسلم، د محکمې قاضي، د امنیتي ادارو مسوولینو، د ښوونې آمر او د یادې ولسوالۍ نورو سیمه ییزو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس، د حقوقي مرستو او د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې په برخه کې د عدلیې وزارت کاري برنامې بیان کړې او له هغوی سره یې د دغې ولسوالۍ له اړوندو ادارو سره د حقوقي مرستندویانو ستونزې شریکې کړې.

نوموړي د اړوندو ادارو ترمنځ  پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ ویې ویل چې همغږي او ښې کاري اړیکې د دغو برنامو په تطبیق کې آسانتیاوې رامنځ ته کوي او د عدالت د پلي کیدلو سبب ګرځي. نوموړي وویل چې په همدې منظور دغه ناسته ترسره شوه ترڅو د ادارو ترمنځ د اړیکو او کارونو ستونزې حل شي او د یو بل په مرسته د عدالت د پلي کیدلو زمینه برابره کړي.

په دغې ناسته کې د شکردرې ولسوال د حقوقي مرستو د رئیس او د هغه د مل پلاوي له حضور څخه هرکلی وکړ او ښه راغلاست یې ورته وویل او د حقوقي مرستو کاري برنامې او د حقوقي پوهاوي ورکول یې د ټولنې او په ځانګړي توګه د دغې ولسوالۍ د خلکو له اړتیاو څخه وګڼل. نوموړي ژمنه وکړه چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یادو شویو برنامه د تطبیق په برخه کې به له هیڅ ډول همکارۍ څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS