د کابل نوي ښار (شهر جديد کابل) د تصفیي د پیل په تړاو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ضروري خبرتیا

hayat_admin
.

د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسيون د افغانستان اسلامي امارت د کابيني ۱۴۴۴/۸/۶ هجري قمري نېټې (۲۵) ګڼه مصوبې د (۵) بند بر بنسټ له تخنيکي هيئتونو سره د کمېسيون د ګډ کار په اړه موظف شوی وو.

نو پر همدې بنسټ کمېسيون د ننګرهار ولايت د تخنيکي هيئت سره له ګډ کار څخه وروسته تېره ورځ د کابل تخنيکي هيئت سره رسماً ګډ کار پیل کړ.

کمېسيون د کابل له تخنيکي هيئت سره په ناسته کې پريکړه وکړه ترڅو د کابل نوي ښار (شهر جديد کابل) تصفيه وکړي.

بناءً کمېسيون په لومړي ګام کې د کابل نوي ښار (شهر جديد کابل) لومړی فاز چې د نقشې (ماسټر پلان) جنوب کې قرار لري او (۱۳) پارسل چې  (۲۵۰۰۰) پنځه ويشت زره جريبه مساحت او لس کلي لري تصفيه کوي.

نو په همدې اساس ټولو هغو حکمي او حقيقي اشخاصو ته چې د يادې پروژې په لومړي فاز کې د ملکيت ادعاء لري خبر ورکول کيږي چې د ملکيت له سندونو سره یوځای د تصفيې دفتر ته چې په ياده ساحه کې موقعيت لري ژر تر ژره مراجعه وکړي، او خپلې قبالې او د ملکيت سندونه يادو هيئتونو ته وروسپاري.

د دفتر ادرس : کابل ولايت ده سبز ولسوالي پروژه  شهر کابل جديد دوهم فاز فیروزي ښارګوټی.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:

د کابل ولایت د تخنیکي هیئت رئیس، شیخ عبیدالله حقاني:

د اړیکې شمیره: ‏‏۰۷۳۰۹۲۲۲۳۵

واتساب شميره: ۰۷۰۷۲۱۸۱۷۴

د کابل د تخنيکي هيئت غړی، شيخ محمد امين:

شميره: ۰۷۷۹۳۱۵۳۲۳ 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د ریاست د پُست لپاره د نوم لیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د هېواد د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسؤولینو په دې وروستیو کې له عدلیې وزارت څخه په یوه رسمي غوښتنلیک کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

Back to announcements