د کابل او ننګرهار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې
د کابل او ننګرهار ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغه هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د کابل ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې ددغه هیئت غړو ته د کمېسیون د مشرتابه لارښوونې بیان شوې او کارونو کې پر همغږۍ ټینګار وشو.
په دغې ناسته کې، راتلونکې اوونۍ له پاره هم پلان جوړ شو او د بررسي شوو ځمکو د تصفیې او د شخصي او دولتي ځمکو پر تفکیک ټینګار وشو.
دغه راز یاده ناسته کې د چهار آسیاب او شکردرې ولسواليو د تفصیلي پلان جوړولو او مرکزي کمېسیون ته د هغه د استولو په اړه بحث وشو د بررسي شوو ښارګوټو د تصفيې د بشپړولو په اړه بحث وشو.
یاده ناسته کې د راپور جوړولو له پاره یو ټیم جوړ شو او ټاکل شوې د ځمکو د تصفيې او تفکیک له پاره یو بل ټیم جوړ شي.
د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، ددغه هیئت رییس کابل ته د خپل سفر راپور وړاندې کړ. نوموړي وویل چې ددغه هیئت فعالیتونه د کمېسیون د مشرتابه لخوا وستایل شول او دغې برخه کې یاد شوي هیئت ته لا زیات صلاحیت ورکړل شوی دی.
دغه راز یاده ناسته کې د غصب شوو امارتي ساحو د تخلیې په اړه ټینګار وشو.