د کابل او ننګرهار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hakeem_admin
Thu, Feb 02 2023 10:12 AM
.

د کابل او ننګرهار ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغه هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د کابل ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې ددغه هیئت غړو ته د کمېسیون د مشرتابه لارښوونې بیان شوې او کارونو کې پر همغږۍ ټینګار وشو.

په دغې ناسته کې، راتلونکې اوونۍ له پاره هم پلان جوړ شو او د بررسي شوو ځمکو د تصفیې او د شخصي او دولتي ځمکو پر تفکیک ټینګار وشو.

دغه راز یاده ناسته کې د چهار آسیاب او شکردرې ولسواليو د تفصیلي پلان جوړولو او مرکزي کمېسیون ته د هغه د استولو په اړه بحث وشو د بررسي شوو ښارګوټو د تصفيې د بشپړولو په اړه بحث وشو.

.

یاده ناسته کې د راپور جوړولو له پاره یو ټیم جوړ شو او ټاکل شوې د ځمکو د تصفيې او تفکیک له پاره یو بل ټیم جوړ شي.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، ددغه هیئت رییس کابل ته د خپل سفر راپور وړاندې کړ. نوموړي  وویل چې ددغه هیئت فعالیتونه د کمېسیون د مشرتابه لخوا وستایل شول او دغې برخه کې یاد شوي هیئت ته لا زیات صلاحیت ورکړل شوی دی.

دغه راز یاده ناسته کې د غصب شوو امارتي ساحو د تخلیې په اړه ټینګار وشو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS