د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په کابل او څو نورو ولایتونو کې د ځمکو د غصب موضوعات بررسي کړل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۷:۱
.

ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې وزارت سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس، شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړلو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو د ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نور الحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او نور مسؤولینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې د سعادت ښارګوټي موضوع، په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ د پلان د تطبیق څرنګوالي، د ننګرهار ولایت مرکز په جلال آباد ښار کې د  ۳۲۹.۹۵ جریبه ځمکې او په کندهار ولایت کې د ځمکو اړوند یوه موضوع بحث او بررسۍ لاندې ونیولې.
په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادو موضوعاتو په اړه بحث وکړ او په پایله کې یې د هغو په اړه لازم تصمامیم ونیول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم کابو ۱۱ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

 د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم د ۱۰.۹۹۴ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS