د ځمکو د منازعاتو د حل لپاره کمیسیون د لومړنۍ ناستې جوړېدل

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۱۲:۴۰

د ځمکو د منازعاتو د حل لپاره کمیسیون لومړنۍ ناسته د ۱۴۰۱ د وري په ۱۰ مه د چهارشنبې په ورځ، د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعی په مشرۍ جوړه شوه.

په دې ناسته کې د کمېسیون نورو غړیو هر یو د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د لوی څارنوالۍ سرپرست مولوي شمس الدین پهلوان، د ستري محکمې د دارالانشاء رئیس مفتی عبدالرشید سعید، د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال او د اسلامي امارت د چارو د ادارې د انسجام مرستیال شیخ نورالحق انور ګډون درلود.

د ځمکو د منازعاتو د حل لپاره د کمیسیون غړیو له عامه ملکیتونو او دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي د قانون او کړنلارې په اړه بحث وکړ او خپل نظرونه یې تبادله کړل.

همداراز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه تر څو د ځمکو د منازعاتو د حل لپاره یوه جامع طرحه برابره او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

د ځمکو د منازعاتو د حل لپاره کمیسیون د عالیقدر امیرالموْمنین د لارښوونې پربنسټ د کابینې په فوق العاده ناسته کې چې په قندهار ولایت کې جوړه شوې وه د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د اړوندو ادارو په غړیتوب رامنځته شوی تر څو له دولتي ځمکو څخه د غصب مخینوی او د ځمکو د شخړو د حل لپاره اقدام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS