د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۱۰:۴۵
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د تېرې اوونۍ د اجراآتو راپور وړاندې شو او راتلونکي اوونۍ له پاره پلان عملي طرحه هم جوړه شوه.

دغه هیئت د مرافعې محکمې له رئیس او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او د ځمکو د سندونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. دواړو لورو د ځمکو د محفوظ او د قیدیت سندونو د ثبت او د محکمې او هیئت ترمنځ د رسمي لیکوونو د تسهیل په اړه خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې ټینګار وشو چې د هرې ولسوالۍ محکمې مکلفې دي چې د امارتي ځمکو اړوند معلومات د استعلام یا لیک په ترڅ کې له کمېسیون څخه وغواړي. دغه راز پریکړه وشوه چې د کمېسیون لخوا ځینې استول شوې دوسیې ترتیب او محکمې ته واستول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS