د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۱۱:۴۰
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد هیئت د حبیب کلا ساحې له اوسیدونکو او د تېرې ساحې له استازو سره وکتل او له هغوی سره د هغوی د موضوع په تړاو خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې، یاد هیئت پریکړه وکړه چې اوونۍ کې یوازې یو غونډه جوړه کړي او یواځې له هغو اشخاصو سره چې بلل کیږي، کتنه وشي او پاتې مراجعین د دغه هیئت سکرتریت ته مراجعه وکړي.

دغه راز پریکړه وشوه چې د هیئت تر کار لاندې موضوعات ژر تر ژره وروستي شي او د ترانسپورت ریاست د ځمکې د لیږد موضوع په اړه پریکړه وشوه چې د دغه هیئت غړي راتلونکې ورځ خپل نظر وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS