د پکتیا ولایت د روحانیه دارالعلوم ۴۲ جریبه ځمکې املاکي نظارت او بررسۍ بشپړې شوې

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۲:۲۰
.

د پکتیا ولایت د توظیف شوي هیئت له لوري چې په ترکیب کې یې ددغه ولایت د عدلیې ریاست او نورو اړوندو ادارو استازي شامل دي، په دغه ولایت کې د روحانیه دارالعلوم اړونده ۴۲ جریبه ځمکې د املاکي نظارت او بررسۍ کار بشپړ کړ.

یاد هیئت به، د خپلو بررسیو پایله اړونده مرجع ته وړاندې کړي چې د یادې حقوقي دوسیې پرمخ وړلو کې به ورڅخه کار واخیستل شي.

.

پکتیا ولایت کې ۴۲ جریبه ځمکه د روحانیې دارالعلوم له پاره ځانګړې شوې وه چې د وخت په تېریدو سره  شاوخوا  ۱۰ جریبه ځمکه د ځینو اشخاصو له لوري غصب شوې ده. د پکتیا ولایت د معارف ریاست په دغې برخه کې د غصب ادعا کړې او دوسیه یې د عدلیې ریاست د امارت د قضایاو په امریت کې تر څېړنې لاندې ده.

د امارت د قضایاو امریت یاده دوسیه د املاکي بررسۍ په منظور د کرنې ریاست ته استولې ده.

.

یاد هیئت چې د عدلیې ریاست استازی هم په کې شامل دی، د کرنې ریاست د وړاندیز پر بنسټ د پکتیا ولایت د مقام له لوري ددغې قضیې د املاکي بررسۍ له پاره تعین شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS