د پکتیا ولایت د روحانیه دارالعلوم ۴۲ جریبه ځمکې املاکي نظارت او بررسۍ بشپړې شوې
د پکتیا ولایت د توظیف شوي هیئت له لوري چې په ترکیب کې یې ددغه ولایت د عدلیې ریاست او نورو اړوندو ادارو استازي شامل دي، په دغه ولایت کې د روحانیه دارالعلوم اړونده ۴۲ جریبه ځمکې د املاکي نظارت او بررسۍ کار بشپړ کړ.
یاد هیئت به، د خپلو بررسیو پایله اړونده مرجع ته وړاندې کړي چې د یادې حقوقي دوسیې پرمخ وړلو کې به ورڅخه کار واخیستل شي.
پکتیا ولایت کې ۴۲ جریبه ځمکه د روحانیې دارالعلوم له پاره ځانګړې شوې وه چې د وخت په تېریدو سره شاوخوا ۱۰ جریبه ځمکه د ځینو اشخاصو له لوري غصب شوې ده. د پکتیا ولایت د معارف ریاست په دغې برخه کې د غصب ادعا کړې او دوسیه یې د عدلیې ریاست د امارت د قضایاو په امریت کې تر څېړنې لاندې ده.
د امارت د قضایاو امریت یاده دوسیه د املاکي بررسۍ په منظور د کرنې ریاست ته استولې ده.
یاد هیئت چې د عدلیې ریاست استازی هم په کې شامل دی، د کرنې ریاست د وړاندیز پر بنسټ د پکتیا ولایت د مقام له لوري ددغې قضیې د املاکي بررسۍ له پاره تعین شوی دی.
