د پکتیا ولایت د اصلاح له مرکز څخه ددغه ولایت د عدليې رییس لیدنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۱:۷
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد رییس محمدي او ورسره مل پلاوي د جمادي الثاني میاشت په ۲۸ نېټه د شنبې په ورځ ددغه ولایت د اصلاح له مرکز څخه لیدنه وکړه.

دغې لیدنه کې، د پکتیا ولایت د اصلاح مرکز د آمریت سرپرست مولوي عبیدالله ددغه مرکز تر حجز لاندې ماشومانو ته د روغتیا، ښوونې او روزنې، تغذيې او حرفوي زده کړو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه مرکز کې ۱۸ تنه ماشومان تر حجز لاندې دي چې د قتل، غلا، ګواښلو، مغلوبه جګړې، د جعلي بانکونوټونو څخه استفاده او د نجونو د تېښتې په ګډون يې په بېلابېلو برخو کې سرغړونې کړي دي.  

د عدليې  رییس په دغه مرکز کې له محجوزینو سره وکتل او د هغوی ستونزې يې واورېدې. دغه راز نوموړي د هغوی د سرغړونو د نوعیت او ددوسیو د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د عدلیې رییس دغه مرکز کې د حجز لاندې ماشومانو ته اصلاحي توصیې وکړي او هغوی يې متوجې کړل ترڅو دغه مرکز کې له وخت او آسانتیاو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او له خپلو ګناهونو او سرغړونو څخه توبه وباسي. دغه راز نوموړي هغوی ته توصیه وکړه چې راتلونکي کې د یادو سرغړونو له تکرار څخه ډډه وکړي.

دغه راز د عدليې رییس دغه مرکز کې ماشومانو ته سپارښتنه وکړه چې دیني او د معاصرو علومو زده کړو ته پاملرنه وکړي او د روښانه راتلونکي له پاره، ځان په دیني او عصري علومو سمبال کړي ترڅو هم خپل ځان او هم د اسلام سپیڅلي دین، ټولنې او خپل هېواد ته د خدمت جوګه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۰
Background image

د بغلان ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي امرالله مصلح او مل پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي محمد صابر حنفي سره د استیناف محکمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۵مه نېټه د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۹
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي. . .

BACK TO NEWS