د پکتیا ولایت د اصلاح له مرکز څخه ددغه ولایت د عدليې رییس لیدنه

hayat_admin
Mon, Jan 23 2023 11:07 AM
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد رییس محمدي او ورسره مل پلاوي د جمادي الثاني میاشت په ۲۸ نېټه د شنبې په ورځ ددغه ولایت د اصلاح له مرکز څخه لیدنه وکړه.

دغې لیدنه کې، د پکتیا ولایت د اصلاح مرکز د آمریت سرپرست مولوي عبیدالله ددغه مرکز تر حجز لاندې ماشومانو ته د روغتیا، ښوونې او روزنې، تغذيې او حرفوي زده کړو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه مرکز کې ۱۸ تنه ماشومان تر حجز لاندې دي چې د قتل، غلا، ګواښلو، مغلوبه جګړې، د جعلي بانکونوټونو څخه استفاده او د نجونو د تېښتې په ګډون يې په بېلابېلو برخو کې سرغړونې کړي دي.  

د عدليې  رییس په دغه مرکز کې له محجوزینو سره وکتل او د هغوی ستونزې يې واورېدې. دغه راز نوموړي د هغوی د سرغړونو د نوعیت او ددوسیو د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د عدلیې رییس دغه مرکز کې د حجز لاندې ماشومانو ته اصلاحي توصیې وکړي او هغوی يې متوجې کړل ترڅو دغه مرکز کې له وخت او آسانتیاو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او له خپلو ګناهونو او سرغړونو څخه توبه وباسي. دغه راز نوموړي هغوی ته توصیه وکړه چې راتلونکي کې د یادو سرغړونو له تکرار څخه ډډه وکړي.

دغه راز د عدليې رییس دغه مرکز کې ماشومانو ته سپارښتنه وکړه چې دیني او د معاصرو علومو زده کړو ته پاملرنه وکړي او د روښانه راتلونکي له پاره، ځان په دیني او عصري علومو سمبال کړي ترڅو هم خپل ځان او هم د اسلام سپیڅلي دین، ټولنې او خپل هېواد ته د خدمت جوګه شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS