د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۳:۳۰
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الاول د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د شنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  څلورمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لوګر ولایت عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پل علم ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ او ډنډپټان ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل

 د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ څمکنۍ او ډنډ پټان ولسوالیو  ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له. . .

BACK TO NEWS