د پنجشیر په تاواخ کې ۱۴ جریبه غصبي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۹:۳۰

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې ۱۴ جریبه ځمکه غصبي تثبیت کړه.

یاد هیئت د روژې د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د پنجشیر عنابې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ولسوالۍ له مقاماتو او د یاد ولایت تاواخ کلي له اوسیدونکو سره یې بحث او خبرې وکړې. هیئت د یاد کلي اوسیدونکو ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او تخنیکي هیئتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

ورپسې تخنیکي هیئت ساحه بررسي کړه او د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې یې ۱۴ جریبه ځمکه غصبي تثبیت کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS