د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۶:۴۶
.

د پنجشیر ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو  په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، ددغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د وروستې ۸۳ جریبه تثبیت شوې ځمکې او دغې ولسوالۍ کې د تثبیت شوې ځمکې د مجموعې په اړه د هیئت راپور، غونډې ته وړاندې شو.

دغه راز یاده ناسته کې د دعوا لاندې دوو ساحو په اړه د اړوند مسوولینو لخوا، معلومات وړاندې شوو او وړاندیز وشو چې د ځمکې د غصب د مخنیوي مقرره د جوماتونو د ملا امامانو په لاس رسۍ کې ورکړل شي ترڅو خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

یاد شوي هیئت، ددغه هیئت کاري کړنلاره غونډې ته وړاندې کړه او عنابه ولسوالۍ کې د تثبیت شوو ځمکو په اړه پریکړه وکړه چې هغه اشخاص چې پکې د مالکیت ادعا لري، راتلونکې غونډې ته وبلل شي او له هغوی څخه سندونه، مدارک او معلومات وغوښتل شي.

دغه راز پریکړه وشوه چې یاد شوي سندونه د تصمیم نیولو له پاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS