د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د پنجشیر ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، ددغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د وروستې ۸۳ جریبه تثبیت شوې ځمکې او دغې ولسوالۍ کې د تثبیت شوې ځمکې د مجموعې په اړه د هیئت راپور، غونډې ته وړاندې شو.
دغه راز یاده ناسته کې د دعوا لاندې دوو ساحو په اړه د اړوند مسوولینو لخوا، معلومات وړاندې شوو او وړاندیز وشو چې د ځمکې د غصب د مخنیوي مقرره د جوماتونو د ملا امامانو په لاس رسۍ کې ورکړل شي ترڅو خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.
یاد شوي هیئت، ددغه هیئت کاري کړنلاره غونډې ته وړاندې کړه او عنابه ولسوالۍ کې د تثبیت شوو ځمکو په اړه پریکړه وکړه چې هغه اشخاص چې پکې د مالکیت ادعا لري، راتلونکې غونډې ته وبلل شي او له هغوی څخه سندونه، مدارک او معلومات وغوښتل شي.
دغه راز پریکړه وشوه چې یاد شوي سندونه د تصمیم نیولو له پاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.