د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۱۰
.

 د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د يکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي ګل رسول نصرت او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پروان ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، وخت او حاضرۍ ته په پابندي کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۱۳
Background image

د تېرې یوې میاشتـې په ترڅ کې د کورونو د کرايې د څرنګوالي په تړاو په ۱۱ ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې ۳۷۹ دفترونه او استوګنیز بلاکونه بررسي شوي دي

د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شويو ټیمونو د روان کال د عقرب (لړم) میاشتـې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸۰ دفترونه او ۶۴ استوګنیز بلاکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۰:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په لومړۍ نېټه د ‌‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲۲
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۱۰۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰۱ دفترونو او یو شمېر استوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړی.

په دې نظارت کې د. . .

BACK TO NEWS