د پروان ولایت تخنیکي هیئت څه باندې ۲۵۰ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص کړه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۲:۲
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت شوال میاشت په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د بګرام ولسوالۍ د خم کلان دوه یمې برخې اړوند د قورخچي، ګادي، کوچیو او  کوه ترپ ساحو ته ولاړ او لازم اجراآت یې ترسره کړل.

هیئت لومړی له ځايي خلکو سره وکتل او د تخنیکي هیئت د فعالیتونو او مسوولیتونو په اړه یې هغوی ته معلومات وړاندې کړل. دغه راز هغوی ته یې معلوماتي استعلامونه وویشل.

تخنیکي هیئت د ۲۹ تنو غاصبینو کورونه، کرنیزې ځمکې او د ریګریشن شرکتونه بررسي کړل او ۲۵۱.۸۹ جریبه ځمکه يې تثبیت او تشخیص کړه. د ساحې د تصفيې په منظور د غاصبینو جدول هم بشپړ شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS