د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د تېرو ناستو پریکړو څخه بیاکتنه وشوه او وروسته یاد هیئت د کلیو د پراختیا ریاست د ځمکې موضوع په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره کړه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول.
دغه راز په یاده ناسته کې د نورګرام ولسوالۍ د زندانونو د چارو د ادارې د ودانۍ دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول.