د ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۳:۵۲
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  څلورمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د یادونې ده چې د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲۲
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۱۰۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰۱ دفترونو او یو شمېر استوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړی.

په دې نظارت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سرو زرو ۷ پلورنځي د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل

 د غزني ولایت د عدلیې رياست تر مشرۍ لاندې د دغه ولایت د مقام له لورې توظیف شوي نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د غزني د مرکز په کلاه سبز ساحه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۷مه نېټه د ‌‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS