د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۳:۲۸
.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۱ نېټه د چهار شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په یادې ناسته کې تخنیکي هیئت پر ادارو ټینګار وکړ چې د خپلو غصب شویو ملکیتونو سندونه د بررسۍ له پاره دغه هیئت ته وړاندې کړي ترڅو د خلکو ستونزې حل شي او هغوی ته د قناعت وړ ځواب ورکړل شي. په همدي توګه ټینګار وشو چې هیڅ اداره نه شي کولای په خپل سر توګه سندونه بررسي کړي.

په یاده ناسته هیئت د ګوشتې ولسوالۍ د ماماخیلو، خوګاخیلو، دوړخیلو، خویزي او بیزي قومونو د ځمکو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دغه راز د یو شخص د ځمکې په اړه چې ښاروالۍ پرې غرفه جوړه کړې پریکړه وشوه چې موضوع د امارت د قضایاو ادارې له خوا بررسي شي.

تخنیکي هیئت د میدان غلام د بررسۍ له پاره فني هیئت تعیین کړ ترڅو یاده شوې ساحه له کادستري نقشو سره سم په دقیق ډول بررسي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS