د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۱:۴۱
.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې میاشتې په ۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مهمندرې ولسوالۍ شش جریبه ځمکې ۲۹، ۳۰ و ۳۱ ویالو په اړه په کې بحث وشو او پریکړه وشوه چې یاده ځمکه د تېر حکومت لخوا لغو شوي او لومړی باید تثبیت او وروسته یې په اړه تصمیم ونیول شي.

یاد شوي هیئت د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د سخي صاحب په نوم د وقفي ځمکې په اړه پریکړه وکړه چې ساحه باید له غاصبینو څخه آزاده او د حج او اوقافو ریاست ته وسپارل شي.

دغه راز یاد شوي هیئت د غوچک، د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې او د کامې او حصارک ولسوالیو په له اوسیدونکو سره هم وکتل او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واوریدلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS