د ننګرهار ولایت د عدلیې رییس د یاد ولایت د موټر پلورونکو د چارو پر نظم او انسجام ټینګار وکړ

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۱:۵۳
.

د ننګرهار عدلیې رییس مولوي فاتح الله فاتح د صفر المظفر میاشتې په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د دې ولایت د جلال آباد ښار او د بټي کوټ، غني خیلو، کوز کنړ او د خوګیانیو ولسوالیو د موټر پلورونکو له مسوولینو سره وکتل.

هغه په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ننګرهار ولایت د موټر پلورونکو کارونه باید منظم او منسجم شي او له قانوني جواز سره فعالیت ترسره کړي او که چېرې د جواز نېټه يې پای ته رسېدلې وي باید ډېر ژر یې تمدید کړي.

همدا راز د ننګرهار عدلیې رییس وویل چې له عدليې ریاست سره د چارو د انسجام او همغږۍ په منظور، د ننګرهار موټر پلورونکو له پاره دا غوره ده چې یوه ټولنه جوړه کړي او د دغه ریاست تر نظارت لاندې فعالیت وکړي.

په دې لیدنه کې د ننګرها د عدلیې رییس له اشخاصو څخه د مالیاتو جرایمو په اړه استفتاء د ننګرهار ولایت د موټر پلورونکو له مسوولینو سره شریکه کړه. هغه زیاته کړه چې امیرالمومنین د یادې استفتاء په اړه لارښوونه کړې چې د امام صاحب راجع قول پر اساس دې عمل وشي او د امام صاحب قول له اشخاصو څخه په بېلابېلو برخو کې مالیاتي جرایم اخیستل (ناجائز) دي.

.

د ننګرهار د عدليې رییس وویل له دغې لارښوونې سره سم، وروسته له دې له خلکو څخه مالیاتي جریمې نه اخیستل کېږي.

حاجي صفت الله د ننګرهار ولایت د ښار او د څلورو ولسوالیو د موټر پلورونکو په استازیتوب، د دغې پرېکړې هر کلی وکړ او ویې ویل چې دغه پرېکړه د خلکو ستونزو ته د امیرالمومنین جدي پاملرنه او د هغه اخلاص څرګندوي، چې له دې سره به د خلکو او اسلامي امارت تر مینځ اړیکې پېاوړې شي.

هغه ژمنه وکړه چې یاد موټر پلورونکي به نوي جوازنامې تر لاسه کړي او تېرې جوازنامې به تمدید کړي. هغه چمتوالی څرګند کړ چې د اسلامي امارت اصولو ته ژمن دي او هغه به تطبیق کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS