د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۴۶
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې پیل شوې وه او شپږ ورځ یې دوام وکړ د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

په دې زده کړييزه برنامه کې چې د ننګرهار ولايت د عدليې رياست په مقر کې ترسره شوه، د یاد ریاست ۲۶ تنو مسلکي کارکوونکو ګډون درلود او په ترڅ کې یې د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شوې.

د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په کندز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۴۸
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د باميان ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS