د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له نبوي سنتو سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.