د ننګرهار عدلیې رياست او استيناف محمکې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۴۲
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي او مل پلاوي د صفر ا‌لمظفر د مياشتې ۲۴ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د استيناف محکمې رئيس مولوي محبوب الرحمن نقشبندي او د ديوانونو له یو شمېر نورو مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې  د امارتي قضایاوو، مدافع وکيلانو او حقوقي مرستو اړوند یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او په دې برخو کې د اجرآاتو د چټکټيا په اړه ټينګار وشو.
د محکمې رئیس او نورو مسؤولینو عدلي ریاست ته د همکاریو ډاډ ورکړ او په راتلونکي کې یې د لا زیاتې همغږۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS