د میدان وردک په نرخ ولسوالۍ کې ۷۷۵ جریبه ځمکه بررسي شوه

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۹:۲۹
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د نرخ ولسوالۍ په چغري دښته کې د ۵۴۷۶ کادستري قطعې د ۷۷۵ جریبه ځمکې د بررسۍ په منظور دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

هیئت ساحه له نږدې څخه بررسي کړه او مشخصه شوه چې یاده قطعه په ۱۳۵۱ کال کې سروې شوې او د امارتي قطعې په نوم ثبت او قیدیت لري.

.

هیئت له ځايي خلکو او مشرانو سره وکتل او هغوی ته یې د اړوندې مقررې په اړه معلومات وړاندې کړل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې په دغې قطعه کې له مالکانه تصرف څخه ډډه وکړي. دغه راز هیئت له هغوی څخه قانوني سندونه وغوښتل.

تخنیکي هیئت ساحه له څلورو خواوو جي پي اس کړه او حدود، مساحت، کمیت او کیفیت یې مشخص کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS