د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۴:۵۶

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو موضوعاتو په اړه پکې بحث او خبرې وشو.

په دغې ناسته کې د غونډو د حاضرۍ، له غونډو څخه د امنیې قوماندانۍ خبرول او له مرکزي کمېسیون څخه د ځینو ستونزو او د یاد هیئت د لګښتونو د استهدا اړه بحث وشو او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز په یاد ناسته کې په میدان ښار کې د شهرنو ښارګوټي په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د ځمکو د ادارې کارکوونکي باید د دغه ښارګوټي په اړه املاکي څېړنې پیل کړي او د هغه د متصرفینو شهرت، د ځمکو مساحت او اربعه حدود یې مشخص کړي او تخنیکي هیئت ته یې وړاندې کړي.

په همدې توګه هیئت پریکړه وکړه هغه نمرې چې مالکان یې موجود یا معلوم نه دي د ملي راډیو ټلویزیون له لارې هغوی ته خبر ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS