د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د ګډې ناستې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۱:۳۳
.

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د استیناف محکمې ترمنځ  ګډه ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۲۰ نېټې د دوشنبې په ورځ د عدليې رئیس مطیع الحق عثمان، د استیناف محکمې رئیس مولوي عبدالکریم حقاني، د شهري محکمې رئیس، د شهري محکمې د عامه امنیت د دیوان رئیس او د یاد ولایت د امارت د قضایاو آمر په حضور سره جوړه شوه.

دغه ناسته د لا‌ همغږۍ او د چارو د ښه والي په منظور د استیناف محکمې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه او د یو شمېر دوسیو په اړه په کې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې د اسلام سپیڅلي دین د حکمونو د تطبیق، د امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو د عملي کولو او د یاد ولایت د اوسیدونکو د شخصي څړځایونو د ستونزو د حل په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او په دغې برخه کې لازمې پریکړې وشوې.

د میدان وردک ولایت د عدلیې رئیس له محکمو سره د یاد ریاست د امارت د قضایاو آمریت ستونزوې هم په دغې ناسته کې مطرح کړې چې د دواړو ریاستونو ترمنځ په تفاهم سره حل شوې. د یادې ناستې ګډون کونکو هم دواړو ریاستونو ترمنځ د یو مشخص مهالوېش په اساس د ګډې ناستې جوړیدو پریکړه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS