د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه
د میدان وردک ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د جمادي الاول میاشت په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه ولایت د عدليې رییس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې چې ددغه ریاست د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د عدليې رییس ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې د خپل چارو ترسره کولو کې له اخلاص او صداقت څخه کار واخلي او له واسطې کېدلو، قوم پرستۍ او قومي، ژبني او سمتي تعصباتو څخه ډډه وکړي.
دغه راز نوموړي ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپل صورت او سیرت له نبوي سنتو سره سم عیار کړي او خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او هغه موضوعات چې د دعوت او ارشاد مسوول يې بیانوي، په خپل ژوند کې پلي کړي.
د عدليې رییس ددغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په تعیین شوي وخت خپلو دندو ته حاضر شي او په اداره کې نظافت مراعات کړي. دغه راز نوموړي ددغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په هغو فرمانونو او حکمونو چې د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا صادریږي، عمل وکړي او له مراجعینو سره ښه چلند ولري او د هغو ستونزو ته په شفاف ډول رسیدګي وکړي.
