د میدان وردک د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د عدلیې رئیس د قانون او کړنلارې مطابق د چارو د ترسره کولو، په کارونو کې د مشورې او همکارۍ، د کاري ستونزو د حل، په لګښتونو کې د سپما او د نظام د بقا لپاره د لازیاتو هڅو په اړه خبرې وکړې او په دې هکله یې لازمې لارښوونې صادر کړې.
په دې ناسته کې د بېلابېلو برخو آمرینو او کارمندانو هم خبرې وکړې او له عدلیې رئیس سره یې خپلې کاري ستونزې شریکې کړې چې هغو ته د حل لارې وړاندې شوې.