د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکنې د جواز له صادرولو څخه د ۲۰ میلیونو افغانیو عوایدو راټولول

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۰:۴۶

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست د تېرو ۹ میاشتو په بهیر کې ۱ زرو ۷۳۴ تنو غوښتنکو ته د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکنې د فعالیت جواز لیکونه صادر کړي چې له دې لارې یې تقریباً د ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي  .

په دې موده کې د معاملو د لارښوونې ۱ زرو ۲۱۱  دفترو ته جوازلیکونه صادر شوی چې له دې جملې څخه ۳۷۵ جواز لیکونه تمدېدي او ۸۳۶  یې نوي جواز لیکونه دي.

همدا راز دغه ریاست ۵۲۳ تنو نورو غوښتنکو ته د عریضې لیکنې د فعالیت جواز لیکونه صادر کړي چې له دې جملې څخه ۳۳۱ جواز لیکونه نوي او ۱۹۲ نور یې تمدېدي دي.

هغه ټول عواید چې له دې شمېر جواز لیکونو او د سرغړونو په دلیل د معاملې د لارښوونې څخه تر لاسه شوي دي ۱۹ میلیونه او ۹۹۲ زره او ۴۴۱ افغانۍ دي چې د اسلامي امارت خزانې ته تحویلې شوې.

په همدې ډول د انسجام ریاست د بررسۍ پلاوي په دې موده کې د معاملې د لارښوونې ۷۵۰  دفترونه نظارت او بررسي کړل چې له دې څخه ۲۲۵ دفترونه د غیر قانوني فعالیت په دلیل د پلاوي له لورې وټړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS