د معاملاتو لارښوونې د اعتبار وړ سټو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د معاملاتو لارښوونې، موټر پلورنځیو جواز لرونکو، ادارو او نهادونو او ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د پېر او پلور، د وفا بیع (جایزي)، د جایدادونو په کرایه ورکولو او د نقلیه وسایطو د پېر او پلور معاملات د افغانستان د خوندي سندونو د طبع امارتي شرکت په چاپ شوو اصلو سټو کې چې د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې د چارو ریاست له‌خوا ویشل کېږي د اعتبار وړ دي او په نورو پاڼو او سټو کې معاملات چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو له لارې ترسره کېږي د ۱۴۰۴ کال د وري د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه په ټول هېواد کې د اعتبار وړ نه‌دي.

دغه راز له ټولو هېوادوالو، ادارو او نهادونو څخه هیله لرو د معاملاتو هغه سټې چې د هغوی په لاسرسۍ کې ورکول کېږي او عدلیې وزارت د اړوندې شعبې د تاییدۍ مهر ونه‌لري او یا هم کاپي، جعلي یا مشکوک واوسي، د هغې له صحت او سقم څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په مرکز کې؛ په درالامان کې د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې د چارو ریاست او په ولایتونو کې د اړوند ولایت د عدلیې ریاست ته وړاندې کړي.

په مرکز او ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ټولو جواز درلودونکو څخه غوښتنه کېږي د روان کال تر پای پورې خپلې مخکېنۍ سټې د معاملاتو لارښوونې د جواز له اصل سره په مرکز کې؛ په درالامان کې د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې د چارو ریاست او په ولایتونو کې د اړوند ولایت د عدلیې ریاست ته  د هغو د سپینو پاڼو د باطلولو په غرض وړاندې کړي او د مالیاتي وجایبو له تصفیې څخه وروسته، نوې سټې ترلاسه کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د ریاست د پُست لپاره د نوم لیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د هېواد د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسؤولینو په دې وروستیو کې له عدلیې وزارت څخه په یوه رسمي غوښتنلیک کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

Back to announcements